research article

د لوګر پر اوبیزو زېرمو د اقلیمي بدلون د اغېزو ارزونه: ننګونې او فرصتونه

Abstract

In this article, a brief overview of the surface water of Logar province and the effects of climate change on it are evaluated. Several years of information related to air temperature, rainfall, and water flow have been collected and subjected to comprehensive research, and the effects of climate change on these parameters have been evaluated. At the end of the article, the problems and damages caused to Logar\u27s surface water due to climate change have been evaluated and appropriate solutions have been suggested. In the research area, most of which is related to Pul-e- Alam and a small part is related to Barki Barak district, which previously irrigated by five canals: Karamtian, Dastgir, Haroon, Bakhshabad and Nat, also focused on calculation of groundwater extraction. This research is qualitative and quantitative research and primary and secondary data are used. For the preparation of primary data, survey, observation, and interview methods were used and for the preparation of secondary data, books, international articles, authoritative global reports and international sites were used. GIS is used for mapping and Excel programs are used to analyze statistics and figures. Recently, after analyzing data, it was found that a 4-inch well extracts 1.8 liters of water per second, and a 5-inch well extracts 2.8 liters of water per second. After researching, it was found that 471829.05 cubic meters of water extracted to irrigate 5,610 acres of land for one crop season every year through 4 and 5-inch wells in this area of Logar province. It should be noted that the lack of sufficient and reliable data and the lack of cooperation of the local people to collect data were among the major problems in conducting this research. At the end of the article, the problems and damages caused to Logar water resources due to climate change have been evaluated and suggestions have been made to use appropriate management opportunities to realize the green revolution.                               په دې څیړنه کې د لوګر ولایت اوبیزو زیرمو باندې د اقلیم بدلون اغیزو ته لنډه کتنه شوی او پر اوبو باندې د اقلیمي بدلون اغیزې ارزول شوي دي. د هوا تودوخې درجې، اورښت، لنده بل او اوبو جریان اړوند څو کلن معلومات راټول او تر هر اړخیزې څیړنې لاندې نیول شوي او په یادو پارامترونو باندې د اقلیمي بدلون اغېزې ارزول شوي دي. د څیړنې په ساحه کې چې زیاتره برخه یې د پل عالم او کمه برخه یې د برکي برک ولسوالۍ اړونده ده چې مخکې د پنځو کانالونو(ویالو): کړمتیان، دستګیر، هارون، بخش آباد او نټ په واسطه خړوبیدل، د ځمکې لاندې اوبو د راویستلو په محاسبه هم تمرکز شوی. یاده څیړنه کیفي او کمیتي څیړنه ده چې لومړني او ثانوي معلومات پکې کارول شوي دي. د لومړنیو معلوماتو د چمتو کولو لپاره، د سروې، کتنې او مرکې میتودونه کارول شوي، او د ثانوي معلوماتو د چمتو کولو لپاره، کتابونه، نړیوال مقالې، مستند نړیوال راپورونه، او نړیوال سایټونه کارول شوي.  GISد نقشه کولو او Excel پروګرام د احصایې او ارقامو تحلیل لپاره کارول شوی دی. په دې وروستیو کې، د ارقامو له تحلیل او محاسبې وروسته، معلومه شوه چې یوه 4 انچه څاه په یوه ثانیه کې 1.8 لیټره اوبه، او 5 انچه څاه په یوه ثانیه کې 2.8 لیټره اوبه را باسي. له څیړلو څخه وروسته جوته شوه چې د لوګر ولایت په دې سیمه کې 5610 جریبه ځمکې یو فصل رسیدوپه موخه هر کال 471829.05 متر مکعبه اوبه د 4 او 5 انچو څاګانو په واسطه راویستل کیږي. بايد يادونه وشي چې د کافي او باوري معلوماتو نشتوالى او د معلوماتو په راټولولو کې د سيمه ييزو خلکو نه همکاري د دې څېړنې په ترسره کولو کې له عمده ستونزو څخه وه. د لیکنې په پای کې د اقلیمي بدلون له امله د لوګر اوبیزو زیرمو ته پېښې ستونزې او زیانونه ارزول شوي دي او  د زرغون انقلاب د محقق کولو لپاره د مدیریتي مناسبو فرصتونو څخه د کار اخیستنې وړاندیزونه شوي دي.په دې څیړنه کې د لوګر ولایت اوبیزو زیرمو باندې د اقلیم بدلون اغیزو ته لنډه کتنه شوی او پر اوبو باندې د اقلیمي بدلون اغیزې ارزول شوي دي. د هوا تودوخې درجې، اورښت، لنده بل او اوبو جریان اړوند څو کلن معلومات راټول او تر هر اړخیزې څیړنې لاندې نیول شوي او په یادو پارامترونو باندې د اقلیمي بدلون اغېزې ارزول شوي دي. د څیړنې په ساحه کې چې زیاتره برخه یې د پل عالم او کمه برخه یې د برکي برک ولسوالۍ اړونده ده چې مخکې د پنځو کانالونو(ویالو): کړمتیان، دستګیر، هارون، بخش آباد او نټ په واسطه خړوبیدل، د ځمکې لاندې اوبو د راویستلو په محاسبه هم تمرکز شوی. یاده څیړنه کیفي او کمیتي څیړنه ده چې لومړني او ثانوي معلومات پکې کارول شوي دي. د لومړنیو معلوماتو د چمتو کولو لپاره، د سروې، کتنې او مرکې میتودونه کارول شوي، او د ثانوي معلوماتو د چمتو کولو لپاره، کتابونه، نړیوال مقالې، مستند نړیوال راپورونه، او نړیوال سایټونه کارول شوي.  GISد نقشه کولو او Excel پروګرام د احصایې او ارقامو تحلیل لپاره کارول شوی دی. په دې وروستیو کې، د ارقامو له تحلیل او محاسبې وروسته، معلومه شوه چې یوه 4 انچه څاه په یوه ثانیه کې 1.8 لیټره اوبه، او 5 انچه څاه په یوه ثانیه کې 2.8 لیټره اوبه را باسي. له څیړلو څخه وروسته جوته شوه چې د لوګر ولایت په دې سیمه کې 5610 جریبه ځمکې یو فصل رسیدوپه موخه هر کال 471829.05 متر مکعبه اوبه د 4 او 5 انچو څاګانو په واسطه راویستل کیږي. بايد يادونه وشي چې د کافي او باوري معلوماتو نشتوالى او د معلوماتو په راټولولو کې د سيمه ييزو خلکو نه همکاري د دې څېړنې په ترسره کولو کې له عمده ستونزو څخه وه. د لیکنې په پای کې د اقلیمي بدلون له امله د لوګر اوبیزو زیرمو ته پېښې ستونزې او زیانونه ارزول شوي دي او  د زرغون انقلاب د محقق کولو لپاره د مدیریتي مناسبو فرصتونو څخه د کار اخیستنې وړاندیزونه شوي دي

    Similar works